د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې په یوه اعلامیه کې چې د «د افغانستان د اوسېدونکي، محمد حکیم تورسن د مراجعې ځواب» تر سرلیک لاندې خپره سوې، د دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د ډلهییز ایستلو موضوع ته غبرګون ښودلی دی.
دا اعلامیه د تاجکستان دولتي خبري آژانس «خاور» له خوا خپره سوې ده.
د راپور له مخې، محمد حکیم تورسن، چې د افغانستان د ولسمشرۍ د تېرې ټاکنې پخوانی نوماند دی او اوس په جرمني کې ژوند کوي، تر دې مخکې په ټولنیزو شبکو کې د تاجکستان له چارواکو غوښتي وو چې د افغان کډوالو د ایستلو د څرنګوالي په اړه وضاحت وړاندې کړي.
د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې په ځواب کې ویلي دي چې ځینې افغان وګړي د کوربه هېواد قوانین ماتوي.
په اعلامیه کې د داسې مواردو یادونه سوې ده لکه د جنایي جرمونو ترسره کول، چې پکښې وژل، د نشهیي توکو قاچاق، جنسي تاوتریخوالی، د اسنادو جعل او د قمار مرکزونو جوړول شامل دي.
همداراز په دې اعلامیه کې ځینې سیاسي تورونه هم مطرح سوي دي؛ چې پکښې له سیاسي ګوندونو، ترهګرو ډلو او د تخریبي سازمانونو له نومول سویو ډلو سره د ځینو افغانانو همکاري د کډوالو د ایستلو سبب بلل سوې دي.




