د کډوالو لپاره د موټر چلولو د جواز نوې بيې اعلان سوې

د ايران د پلازمېني تهران ولايت د کفالت دفترونو لپاره د وروستي اعلان سوي لګښت له مخي، د افغان کډوالو لپاره د موټر او موټرسايکل د چلولو د جواز د اخيستلو بيه د هر يوه لپاره ۳ ميليونه او ۲۳۵ زره تومان ټاکل سوې ده.
د کډوالو لپاره د موټر چلولو د جواز نوې بيې اعلان سوې

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ په تهران کي د مېشت خبريال د معلوماتو له مخې، د نوې تګلارې پر بنسټ د تهران د کفالت په دفترونو کي د افغان کډوالو لپاره د موټر او موټرسايکل د چلولو د جواز بيې ټاکل سوي او اعلان سوي دي.

د دې بيې له مخې، د موټر د چلولو د جواز د اخيستلو لګښت ۳۲ ميليونه او ۳۵۰ زره ريال ټاکل سوی دی چي د ۳ ميليونه او ۲۳۵ زره تومان سره برابر دی.

همدارنګه د موټرسايکل د چلولو د جواز لګښت هم ۳۲ ميليونه او ۳۵۰ زره ريال اعلان سوی دی چي د ۳ ميليونه او ۲۳۵ زره تومان سره برابر دی.

د دې تګلارې له مخې، که غوښتونکی په يو وخت کي د موټر او موټرسايکل د چلولو د جواز غوښتنه وکړي، نو ټول لګښت به ۶۲ ميليونه او ۱۰۰ زره ريال وي چي د ۶ ميليونه او ۲۱۰ زره تومان سره برابر دی.

ويل سوي دي چي دا بيې يوازي د کفالت دفترونو د خدمتونو اړوند دي، او د ترافيکو پوليسو او د موټر چلولو د ښوونځيو لګښتونه بېل حسابيږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x