د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د طالبانو تر کنټرول لاندي رسنيو راپور ورکړی چي تېره ورځ ۴۷۱۱ افغان کډوال هېواد ته راستانه سوي دي.
د باختر خبري اژانس چي له طالبانو سره تړاو لري، نن چهارشنبه د ثور په ۱۶مه اعلان کړی دی چي په دې شمېر کي ۸۹۷ کورنۍ شاملې دي.
دوه ورځې مخکې هم راپور ورکړل سوی وو چي له ۸۰۰ څخه زياتي کورنۍ افغانستان ته راستنې سوي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي، په ۲۰۲۵ کال کي شاوخوا ۲.۸ ميليونه افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته راستانه سوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشر د مېشتېدنې پروګرام هم خبرداری ورکړی دی چي په تېر کال کي د نژدې درې ميليونه کډوالو بېرته ستنېدو د افغانستان د وګړو شمېر شاوخوا لس سلنه زيات کړی دی.




