د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ سره له دې چې د آلمان څخه د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه نیوکې موجودې دي، د آلمان د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینت ، څرګنده کړی چې د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو پالیسي چې د جرم مخینه لري، د پراخو نیوکو سربېره به دوام وکړي.
هغه له «آېآردي» ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې مجرم پناه غوښتونکي د آلمان د امنیت لپاره ګواښ دي.
دوبرینت د دې پالیسۍ د نېوکه کوونکو په ځواب کې ویلي چې هغه کسان چې افغانستان ته د مجرمانو د لېږدولو مخالفت کوي باید څرګنده کړي چې که دغه کسان په آلمان کې پاتې سي آیا د دغه هېواد امنیت به لا ښه تأمین سي که نه.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر همدارنګه تایید کړې چې برلین د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه له طالب چارواکو سره په اړیکه کې دی.
د خپرو سویو معلوماتو له مخې، په تېر یو کال کې لږ تر لږه ۱۳۸ افغان پناه غوښتونکي له آلمان څخه افغانستان ته لېږدول سوي دي.
همدارنګه راپورونه ښايي چې د آلمان حکومت له طالبانو سره داسې هوکړې ته رسېدلی چې د منظمې ایستنې زمینه برابروي. په بدل کې طالبانو ته اجازه ورکړل سوې چې دوه ډیپلوماټان آلمان ته واستوي.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو سازمانونه او یو شمېر نیوکه کوونکی سیاستوال وایي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره مناسب نه دی او د دې اقدام د پایلو په اړه خبرداری ورکوي.




