د افغانستان او د کډوالو د وضعیت په اړه د طالبانو او د ناروي ډيپلوماتيکي سلا مشورې

په ناروي کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو سفير او د افغانستان لپاره د ناروي ځانګړي استازي ، بيورن جانسن د افغانستان د روان وضعيت، د افغان کډوالو د اجباري ایستلو او د بشري مرستو د دوام په اړه خبرې اترې وکړې.
کمک ۱۰ میلیون کرونی ناروی به صندوق بشردوستانه افغانستان

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، نجيب‌الله شاهين ، په ناروي کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو سفير او د افغانستان لپاره د ناروي ځانګړي استازي ، بيورن جانسن د افغانستان او افغان کډوالو د وضعيت په اړه خبرې اترې وکړې.

د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلوېزيون د شنبې په ورځ، د ثور ۱۲مه، راپور ورکړی چې په دې ليدنه کې دواړو لورو د اړيکو د پراخېدو او د خبرو د دوام، د افغانستان روان وضعيت، د افغان کډوالو د اجباري ایستلو بهير، د بشري مرستو د دوام او اغېزمنتيا او نورو ګډو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د راپورونو له مخې، په دې ناسته کې د رغنده همکارۍ پر اهميت، د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا او د همکاريو د پراخولو په موخه د داسې ليدنو پر دوام ټينګار وسوو.

ويل کېږي چې د دواړو لورو چارواکو د سياسي او ډيپلوماتيکو خبرو دوام د موجودو ننګونو د حل او د افغانانو د ملاتړ لپاره اړین او ضروري وباله.

په داسي حال کې ، په ناروې کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو تر ادارې لاندې دی او همدارنګه د دې ډلې تر ادارې لاندې رسنۍ، د دې ليدنې کوم انځور نه دی خپور کړی.

سره له دې چې ناروي طالبان په رسميت نه پېژني، خو د ۱۴۰۰ کال د دلوې په مياشت کې يې په اسلو کې د طالبانو د لوړپوړي پلاوي کوربه‌توب وکړ چې مشري يې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي کوله.

ناروي همدارنګه د ۱۴۰۳ کال د سنبلې په مياشت کې په اسلو کې د افغانستان د سفارت فعاليت وځنډاوه او د طالبانو استازی يې ومني. دغه سفارت تر ۱۴۰۳ کال د قوس مياشتې پورې د پخواني حکومت د ډيپلوماتانو په لاس کې وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x