په اسلاماباد کې د آلمان سفارت اعلان کړی چې د افغان وګړو لپاره د کار او زدهکړو د ویزو د غوښتنلیکونو د نوم لیکنې بهیر به په آنلاین ډول ترسره کېږي.
دغه سفارت د ثور په ۱۱مه، د جمعې په ورځ، په یوه اعلامیه کې اعلان کړی چې افغان وګړي د جون میاشتې له پیله کولای سي د سفارت د قونسلي پورټل له لارې خپل غوښتنلیکونه په انلاین ډول ثبت کړي او اړین اسناد پورته کړي.




