د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د بریتانیا د دفاع وزارت له هغو افغان وګړو چې بریتانیا ته د انتقال لپاره یې د منلو لیک ترلاسه کړی، غوښتنه کړې چې له افغانستان څخه د وتلو لپاره خپله لاره ومومي او درېیم هېواد ته ولاړ سي.
لوک پولارد په یوه لیک کې د دې هېواد پارلمان ته اعلان کړی چې شاوخوا ۹ زره افغان کډوال د بریتانیا د انتقال د شرایطو وړ دي او لا هم د انتقال په تمه دي.
هغه په عین حال کې ټینګار کړی چې د بریتانیا حکومت به له افغانستان څخه ددغو وګړو د وتلو لپاره مستقیمه مرسته ونه کړي.
د پولارد په وینا، دغه وګړي باید هر کله چې امکان ولري، ځانونه یو درېیم هېواد ته ورسوي، څو له هغه ځایه تر ۲۰۲۸م کال پورې د ویزې او د مېشتېدو اړوند د مرستو بهیر تعقیب کړي.
د بریتانیا د دفاع وزیر همدارنګه ویلي چې ځینې د شرایطو وړ کسان سږ کال په شخصي ډول درېیمو هېوادونو لکه پاکستان ته لېږدول سوي دي.
هغه څرګنده کړې چی د شخصي وتلو د بریاليو مواردو له ارزونې ، د موجودو خطرونو له بیاکتنې او د مالیه ورکوونکو لپاره د لګښتونو په پام کې نیولو سره، د بریتانیا حکومت پرېکړه کړې چې له افغانستانه دننه د وتلو مرستې پای ته ورسوي.




