په يوه ورځ کې هېواد ته د څلور زرو څخه د زياتو کډوالو بېرته ستنېدنه

د طالبانو د کډوالو د چارو د څار کمېسيون راپور ورکړی دی چي د کډوالو د بېرته ستنېدو د بهير په دوام، د تېرې ورځې له مخې تر څلورو زرو زيات افغان وګړي هېواد ته بېرته لېږدول سوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندي رسنيو د راپور له مخې، په ټوليز ډول ۴۲۲۱ کډوال، چي تر ۸۰۰ زياتې کورنۍ پکښي شاملې وې، د دوشنبې په ورځ (د ثور په ۷مه) افغانستان ته داخل سوي دي.

همدارنګه دوه ورځې تر دې مخکې هم نږدې ١٠٠٠ نورې کورنۍ هېواد ته راستانې سوي وې.

ملګرو ملتونو اعلان کړی چي په ۲۰۲۵ ميلادي کال کي شاوخوا ۲.۸ ميليونه افغان کډوال هېواد ته راستانه سوي دي. د دې سازمان د بشري مېشتېدنې پروګرام په وينا، د تېر کال په ترڅ کي د نږدې درې ميليونه کسانو بېرته ستنېدو د افغانستان په نفوس کې شاوخوا ۱۰ سلنه زياتوالی رامنځته کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x