د کابل او لندن ترمنځ د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې اترې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې برتانوي پلاوو په کابل کې له طالب چارواکو سره د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کړې او د دې موضوع په تړاو یې مذاکرات ترسره کړي دي.
د کابل او لندن ترمنځ د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې اترې

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د «ټیلیګراف» ورځپاڼې د راپور په تعقیب، چې د بریتانیا او طالبانو د چارواکو ترمنځ د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د خبرو یادونه پکښې سوې وه، عبدالمتین قانع، د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند تایید کړې چې په کابل کې د بریتانیا له چارواکو سره د افغانانو د احتمالي بېرته ستنېدو په اړه ناستې او خبرې اترې ترسره سوې دي.

 د کورنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت د بېرته راستنېدونکو کډوالو د منلو لپاره چمتو دی او په دې برخه کې یې هېڅ سیاسي یا مالي شرط نه دی وړاندې کړی.

قانع زیاته کړې چې ورته خبرې له جرمني او ځینو نورو اروپايي هېوادونو سره هم روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې زرګونه د افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په بریتانیا کې رد سوي، خو یوازې لږ شمېر کسان په داوطلبانه یا اجباري ډول افغانستان ته ستانه سوي دي.

په همدې تړاو، ریچارډ بېنټ ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان ځانګړي راپور ورکوونکي ،تر دې وړاندې د هغو راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه چې پکښې ویل سوي وو اروپايي ټولنه د افغان پناه‌ غوښتونکو د ایستلو په اړه د خبرو لپاره د طالبانو د چارواکو کوربه‌توب کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x