ملګري ملتونه: د کډوالو د بېرته ستنېدو څپې د افغانستان نفوس ۱۰ سلنه لوړ کړی

استفاني لوس، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې دفتر د هېوادني پروګرام مشرې ویلي، د ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له څپې سره د افغانستان نفوس ۱۰ سلنه زیات سوی دی.
ملګري ملتونه: د کډوالو د بېرته ستنېدو څپې د افغانستان نفوس ۱۰ سلنه لوړ کړی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ استفاني لوس، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې دفتر د هېوادني پروګرام مشرې ویلي، د ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له څپې سره د افغانستان نفوس ۱۰ سلنه زیات سوی دی. د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخي دغه پراخه بېرته راستنېدني د افغانستان پر بنسټیزو اسانتیاوو او عامه خدمتونو بې‌ساری فشار راوستی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه تر ۲.۸ میلیونو ډېر کسان افغانستان ته بېرته ستانه سوي دي.

همدارنګه د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې تر اوسه د بېرته ستانه سویو افغانانو ټول شمېر له درې میلیونو اوښتی دی.

ملګرو ملتونو اټکل کړی، که دا لړۍ په ۲۰۲۶ کال کې هم دوام وکړي، نږدې دوه میلیونه نور کسان به هم بېرته راستانه کړل سي.

د بېرته ستنېدو دې څپې د افغانستان نفوس تر ۱۰ سلنې ډېر لوړ کړی؛ هغه زیاتوالی چې د استفاني لوس په وینا، آن د لوړې ودې لرونکو هېوادونو لپاره هم ستره ننګونه بلل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x