امريکايي سناتور: کانګو ته د افغانانو لېږد «د شرم وړ» دی

اندي کیم ،امريکايي سناتور ، د افغانستان د کډوالو د قطر څخه د کانګو دموکراتيک جمهوريت ته د لېږد پر طرحې نيوکه کړې او دا اقدام يې «بې‌رحمانه او د شرم وړ» بللی دی، او د دغو کسانو د امنيت په اړه يې اندېښنه څرګنده کړې ده.
امريکايي سناتور: کانګو ته د افغانانو لېږد «د شرم وړ» دی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، اندي کيم، د امريکا متحده ايالاتو سناتور ويلي دي چي د ۱۱۰۰ څخه د زياتو بې برخليکه افغان کډوالو له قطر څخه د کانګو دموکراتيک جمهوريت ته د لېږد طرحه بې‌رحمانه او د شرم وړ اقدام دی، ځکه د هغوی امنيت هلته نه دی تضمين سوي.

هغه د چهارشنبې په شپه، د ثور په دويمه نېټه، په خپلې ټولنيزې اېکس پانې کي ليکلي دي چي د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کي يې په خپلو سترګو ليدلي چي دغو افغانانو په سختو شرايطو کي خپل ژوند له خطر سره مخ کړی وو او له امريکايي ځواکونو سره يې مرسته کړې وه څو د امريکايي پوځيانو ساتنه وکړي.

هغه زياته کړې ده چي د دغو کسانو لېږد هغه هېواد ته چي هيڅکله هلته نه دي تللي او امنيت يې نه دی تضمين سوی، يو غير انساني اقدام دی.

دا څرګندونې په داسې حال کي مطرح کېږي چي نيويارک ټايمز راپور ورکړی دی چي د امريکا حکومت د دې طرحې په اړه غور کوي چي دغه افغان کډوال د قطر له کمپ څخه کانګو ته ولېږدوي.

ددغه راپور له مخې، که دغه کسان کانګو ته لېږد ونه مني، نو ښايي په جبري ډول افغانستان ته، چي د طالبانو تر کنټرول لاندي دی، ستنېدو سره مخ سي، چيرې چي د بشري حقونو د بنسټونو په وينا د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخ دی.

دغه ډله له پخوانيو افغان ژباړونکو، د ځانګړو ځواکونو له پخوانيو غړو او د امريکايي نظاميانو له کورنيو څخه جوړه ده، او په دې کي تر ۴۰۰ زيات ماشومان هم شامل دي.

راپورونه ښايي چي د کابل له سقوط وروسته له ۱۹۰ زره څخه زيات افغانان امريکا ته لېږدول سوي دي، خو د شاوخوا ۱۱۰۰ کسانو وضعيت چي لا هم په قطر کي پاتې دي، لا تر اوسه نامعلوم دی.

کیم سناتور ټينګار کړی دی چي دغه افغان کډوال د امريکا رښتيني همکاران وو او بايد له داسې برخليک سره مخ نه سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x