ایټالیا له افغان کډوالو سره خپلې همکارۍ پراخوي

ایټالیا اعلان کړی چې د افغانستان له وګړو سره به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او د بېرته راستانه سوو کډوالو د ستونزو د حل لپاره د کډوالۍ له نړیوال سازمان سره نږدې همکاري لري.
ایټالیا له افغان کډوالو سره خپلې همکارۍ پراخوي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، په کابل کې د ایټالیا سفارت نن یکشنبه، د حمل په ۳۰مه، اعلان کړی چې د افغانستان له وګړو سره به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او د بېرته راستانه سوو کډوالو د ستونزو د حل لپاره د کډوالۍ له نړیوال سازمان سره نږدې همکاري لري.

په کابل کې د دې هېواد سفارت ټینګار کړی چې په بېلابېلو برخو کې مرستندویه پروګرامونه، په ځانګړي ډول له راستنېدونکو سره مرسته، لا هم په لومړیتوب کې ځای لري.

په همدې لړ کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې د راستنېدونکو لپاره کاري فرصتونو ته لاسرسی حیاتي ارزښت لري.

دې ادارې د ایټالیا د پراختیایي همکاریو ادارې (AICS) په ملاتړ، د جرابو یو تولیدي کارځای چې شاوخوا ۱۵ تنه راستنېدونکي پکښې په کار بوخت دي، د لمریزې برېښنا په سیستم سمبال کړی دی.

د کډوالي نړیوال سازمان په وینا، دې اقدام د دوامدارې انرژۍ د برابرولو تر څنګ د ثابت عاید د رامنځته کېدو او د کارګرانو د ژوند د وضعیت د ښه کېدو زمینه هم برابره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې زرګونه افغان پناه غوښتونکي په جبري ډول له پاکستانه ایستل سوي او هېواد ته ستانه کړل سوي دي؛ په داسې شرایطو کې چې افغانستان له اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي کړکېچونو سره مخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x