په یوه ورځ کې له پاکستان څخه د ۵ زرو څخه د زیاتو افغان کډوالو ایستل

د طالبانو د کډوالو د ستونزو د حل کمیسیون اعلان کړی چې پاکستان په یوه ورځ کې له ۵ زرو څخه زیات افغان کډوال ایستلي او دا بهیر په وروستیو اونیو کې په څرګند ډول زیات سوی دي
په یوه ورځ کې له پاکستان څخه د ۵ زرو څخه د زیاتو افغان کډوالو ایستل

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کډوالو د ستونزو د حل کمیسیون اعلان کړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۵۴۵۰ افغان کډوال ایستلي دي.

دغه کمیسیون د شنبې په ورځ، د حمل په ۲۹مه، په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یاد کډوال تیره ورځ له پاکستان څخه ایستل سوي او افغانستان ته داخل سوي دي.

د طالبانو د کډوالو د ستونزو د حل کمیسیون زیاته کړې چې دا وګړي د تورخم، سپین بولدک، اسلام‌قلعه او پل ابریشم له پوله‌ایزو لارو افغانستان ته راستانه سوي دي.

د افغان کډوالو ایستل له پاکستان څخه په وروستیو اونیو کې په څرګند ډول زیات سوي دي.

په اوس وخت کې د افغانستان او پاکستان پولې یوازې د کډوالو د راستنېدو لپاره پرانیستې دي، او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له امله نور تګ راتګ شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چي بند سوي دي .

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x