د پاکستان له زندانونو څخه د ۸۴ افغان کډوالو آزادېدل

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی دي چي ۸۴ افغان وګړي د پاکستان له زندانونو څخه آزاد سوي دي.
د پاکستان له زندانونو څخه د ۸۴ افغان کډوالو آزادېدل

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی دي چي ۸۴ افغان وګړي د پاکستان له زندانونو څخه آزاد سوي دي.

په هغه خبرپاڼه کي چي د پنجشنبې په ورځ د حمل پر ۲۷مه خپره سوې ويل سوي چي دغه وګړي تیره ورځ د سپين بولدک له لارې افغانستان ته داخل سوي دي.

د ياد وزارت په وينا ، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستاني پوليسو لخوا نيول سوي وو.

دا په داسې حال کي ده چي له پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ لا هم روانه ده.
 راپورونه ښايي چي په وروستيو ورځو کي د پاکستان پوليسو پر ځينو هغو کډوالو هم فشار راوړی چي د قانوني اسنادو لرونکي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x