د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د بښنې نړيوال سازمان اعلان کړی دي چي برېتانيا د طالبانو تر واک لاندې د ښځو له سخت وضعيت سره سره په ډېرو مواردو کي د افغان ښځو د پناه غوښتنې غوښتنليکونه ردوي، هغه اقدام چي د دې بنسټ په وينا بېرحمانه او د بشري حقونو له ژمنو سره په ټکر کي دي.
په هغه خبرپاڼه کي چي د چهارشنبې په ورځ د حمل پر ۲۶مه خپره سوې، ويل سوي چي د برېتانيا د پناه غوښتنې نوې تګلارې چي د کډوالو د ورتګ د کمولو لپاره جوړې سوي، په عملي ډول يې افغان ښځينه پناه غوښتونکي له دولتي مرستو بېبرخي کړي دي.
د دغه راپور له مخې د افغانانو د پناه غوښتنې د منلو کچه له ۹۶ سلنې څخه ۳۴ سلنې ته راکمه سوې او يوازي په ۲۰۲۵ کال کي لږ تر لږه ۳۷۰ افغان ښځې او انجونې د خپلو غوښتنليکونو له رد سره مخ سوي دي.
د بښنې نړيوال سازمان دا پرېکړه د توجيه وړ نه ګڼي او ټينګار کوي چي افغانستان اوس مهال د ښځو د حقونو له پلوه له تر ټولو بدو هېوادونو څخه دی په دې هېواد کي ښځې او انجونې له زده کړو او کار بېبرخي دي، بې له نارينه ملګري د عامه خدمتونو د تر لاسه کولو اجازه نه لري او په ټولنيز ژوند کي له محدوديتونو او تاوتريخوالو سره مخ دي.
کارلا مکلارن چي په برېتانيا کي د دې سازمان له مسؤلینو څخه ده ويلي چي په دغسې حالاتو کي د افغان ښځو د منلو کمول د دفاع وړ نه دي او د هغوی د غوښتنليکونو ردول يې بېرحمانه بللي دي.
د بښنې نړيوال سازمان په وينا ،د برېتانيا د پناه غوښتنې نوې تګلارې په داسې ډول جوړې سوي چي اصلي موخه يې دې هېواد ته د پناه غوښتونکو د ورتګ مخنيوی دي.




