د کډوالۍ د سختو تګلارو له امله په برېتانيا کې د افغان کډوالو بې‌برخليکي

د افغانستان شنونکې شبکې په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چې په برېتانيا کې مېشت زرګونه افغان کډوال د دغه هېواد د کډوالۍ په تګلارو کې د وروستيو بدلونونو له امله له نامعلوم راتلونکي او مبهم حقوقي حالت سره مخ دي.
شبکه تحلیل‌گران افغانستان در گزارش تازه‌ای اعلام کرده است که هزاران مهاجر افغانستانی ساکن بریتانیا به‌ دلیل تغییرات اخیر در سیاست‌های مهاجرتی این کشور با آینده‌ای نامشخص و وضعیت حقوقی مبهم مواجه شده‌اند.

د افغانستان شنونکې شبکې په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چې په برېتانيا کې مېشت زرګونه افغان کډوال د دغه هېواد د کډوالۍ په تګلارو کې د وروستيو بدلونونو له امله له نامعلوم راتلونکي او مبهم حقوقي حالت سره مخ دي.

دې بنسټ د جمعې په ورځ، د حمل په ۲۱مه، خبرداری ورکړی چې د دايمي استوګنې د ترلاسه کولو لپاره د انتظار مودې اوږدېدل او د پناه غوښتنې د منلو د کچې ټيټېدل، د افغان کډوالو د بې‌برخلېکې حالت لا سخت کړی دی.

د راپور له مخې، هغه کسان چې په تېرو پنځو کلونو کې په برېتانيا کې د کډوالو په توګه منل سوي، ښايي د حکومت د نويو طرحو له مخې د دايمي استوګنې د ترلاسه کولو لپاره تر شلو کلونو پورې انتظار وباسي.

راپور زياتوي چې دغه بدلونونه د برېتانيا د حکومت د نویو تګلارو په چوکاټ کې پلي سوي، چې موخه يې د کډوالو شمېر کمول او د پناه غوښتنې د نظام بيا کتنه ده.

د افغانستان شنونکې شبکې همدارنګه ويلي چې په افغانستان کې له سياسي بدلونونو وروسته، د دغه هېواد شاوخوا ۳۸ زره وګړي د ARAP او ACRS په څېر بشري پروګرامونو له لارې برېتانيا ته لېږدول سوي وو. د دغو کسانو ډېرو په پيل کې دايمي استوګنه ترلاسه کړې وه، خو اوس دغه لارې تړل سوې دي.

د راپور له مخې، په برېتانيا کې د افغانانو د پناه غوښتنې د منلو کچه له ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۹۸ سلنې څخه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۳۴ سلنې ته راکمه سوې ده.

د راپور په بله برخه کې راغلي چې يو شمېر هغه پناه غوښتونکي چې غوښتنې يې رد سوې دي، سره له دې چې د کار اجازه او روښانه قانوني حالت نه لري، بيا هم په برېتانيا کې پاتې دي، ځکه د ايستلو امکان يې نسته. د دې بنسټ په وينا، دغه حالت يو ډول حقوقي بې‌برخلېکې رامنځته کړې ده.

په پای کې، دې شبکې ټينګار کړی چې که دا بهير دوام وکړي، په برېتانيا کې به د افغان کډوالو حالت لا پېچلی او راتلونکی به يې نور هم نامعلوم سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x