بې پولي ډاکټران: د افغانستان د کډوالو ايستنه په بشري ناورين اوښتی ده

د بې پولي ډاکټرانو ادارې خبرداری ورکړی دی چې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو پراخه ايستنه، په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې، بشري حالت ډېر د اندېښنې وړ کړی دی او په يوه سخت بشري بحران اوښتی دی.
بې پولي ډاکټران: د افغانستان د کډوالو ايستنه په بشري ناورين اوښتی ده

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د بې پولي ډاکټرانو ادارې خبرداری ورکړی دی چې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو پراخه ايستنه په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې، په يوه سخت بشري بحران اوښتي او د ډېرو ماشومانو، ښځو او کورنيو ژوند یی د ګواښ سره مخ کړي دي.

دې ادارې په يوه خپاره کړي راپور کې اعلان کړی دی چې د ايستل سويو کډوالو زيات شمېر په لنډمهاله کمپونو کې، بې له چت او د اوسېدو له مناسبو اسانتياوو ځای پر ځای سوي دي، او لومړنيو خدمتونو ته د هغوی لاسرسی، لکه روغتيايي پالنه، د څښاک پاکې اوبه او خوراکي توکي، په سخت ډول محدود سوی دی.

د بې پولي ډاکټرانو ادارې په راپور کې راغلي دي چې د جبري ايستلو لړۍ يوازي هغه کډوال نه رانغاړي چې رسمي اسناد نه لري، بلکې هغه کسان هم پکې شامل دي چې د افغانستان د تابعيت کارت او د لنډمهاله ثبت کارتونه (POC) لري. د ژمي د موسم په پيل او د سختي يخنۍ په زياتېدو سره، د دې پناه غوښتونکو د ژوند حالت تر بل هر وخت سخت سوی دی.

ژو وی بينګ، چې په پاکستان کې د بې پولي ډاکټرانو د ادارې د ماموريت مشر دی، ويلي دي چې افغان کورنۍ د ايستلو د وېري او افغانستان ته د جبري ستنېدو تر منځ راګير پاته دي. هغه ټينګار کړی دی چې نړيواله ټولنه بايد په بېړني ډول د بشري مرستو ملاتړ زيات کړي.

د بې پولي ډاکټرانو ادارې خبرداری ورکړی دی چې د مناسبو استوګنو نشتون، روغتيايي خدمتونو ته لږ لاسرسی او د کافي خوراکي توکو کمښت کولای سي ژمی د افغان کډوالو لپاره په «چوپتیا سره وژونکي» باندي بدل کړي، او د هغو کسانو ژوند د سخت ګواښ سره مخ کړي چې تر ټولو زيات زيان منونکي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x