د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ مطبوعاتي مسؤول محمدعلي حقمل (د دوشنبې په ورځ) وویل چې د چمن – سپین بولدک پوله یوازې د هغو کډوالو لپاره پرانیستل سوې ده چې په تېرو څو ورځو کې د پولې هغې خوا، د پاکستان په خاوره کې بند پاتې وو. هغه زیاته کړه، دا اقدام موقتي دی او دروازه لا هم د عادي مسافرو او سوداګریز ترانزیټ لپاره تړلې ده. د حقمل په وینا: «د افغانستان د حکومت له لوري د پولې د بشپړ پرانیستلو هېڅ خنډ نسته، او تړل یې یوازې د پاکستان د لوري پرېکړې پورې اړه لري.» د چمن – سپین بولدک پوله د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ له مهمو لارو څخه ده چې په وروستیو اوونیو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي او امنیتي ترینګلتیا له امله څو ځله تړل سوې ده.
- د پولو د محدودیتونو دوام
د طالبانو سیمهییز چارواکي په کندهار ولایت کې وايي، د چمن – سپین بولدک پوله یوازې د هغو کډوالو لپاره پرانیستل سوې ده چې بېرته افغانستان ته راګرځي، خو د مسافرو او سوداګریز تګ راتګ لا هم بند دی.

- 95
- کې خپور شو 12:59 ق.ظ
- د خبر شمیره 153811
- 22 میزان 1404
- کې خپور شو 12:59 ق.ظ
- د خبر شمیره 153811
- 22 میزان 1404
- تازه تازه 12:59 - 22 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=153811
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
16 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405