د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمیسیون ویلي چې ۹۶۳ کډوالې کورنۍ د رسمي پولو له لارو هېواد ته ستنې سوې دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس هم د تلې په ۱۲مه، د دې کمیسیون له قوله راپور ورکړی چې ۵۸۰ کورنۍ د کندهار د سپینبولدک له لارې، ۳۱ کورنۍ د نیمروز د پل ابریشم له لارې او ۱۱۰ کورنۍ د هرات د اسلامقلعه له لارې هېواد ته ستنې سوې دي. یاد کمیسیون ټینګار کړی چې څلور ورځې مخکې هم له زرو زیاتې کورنۍ هېواد ته رسېدلې وې. د سیمې له هېوادونو د کډوالو د ستنېدو څپه لا هم روانه ده او په وروستیو ورځو کې زیاته سوې ده.
- افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو څپه
د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمیسیون راپور ورکړی چې په تېره یوه ورځ کې ۹۶۳ کډوالې کورنۍ د رسمي پولو له لارې افغانستان ته راګرځیدلې دي.

- 214
- کې خپور شو 1:26 ب.ظ
- د خبر شمیره 151646
- 13 میزان 1404
- کې خپور شو 1:26 ب.ظ
- د خبر شمیره 151646
- 13 میزان 1404
- تازه تازه 13:26 - 13 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151646
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

په امریکا کې د افغان کډوالو د مرکې نوې طرحه له نیوکو سره مخ سوې
13:33 - 3 اسد 1405

د امریکا په کانګرس کې د افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوي لپاره دوه ګوندي طرحه
13:21 - 3 اسد 1405


څلور پاکستاني چارواکي افغان وګړو ته د جعلي اسنادو د جوړولو په تور ونیول سول
16:27 - 1 اسد 1405