د سویډن په نړیوال «اوپن‌آرټ» نندارتون کې د افغانې هنرمندې ساناز حکیمي ګډون

ساناز حکیمي، د افغانستان تجسمي هنرمنده او مجسمه‌جوړونکې چې په سویډن کې مېشته ده، د خپلو درې هنري آثارو سره د سویډن په نړیوال «اوپن‌آرت» نندارتون کې برخه اخیستې ده.
د سویډن په نړیوال «اوپن‌آرټ» نندارتون کې د افغانې هنرمندې ساناز حکیمي ګډون

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ ساناز حکیمي، د افغانستان تجسمي هنرمنده او مجسمه‌جوړونکې چې په سویډن کې مېشته ده، د سویډن د اوربرو ښار په نړیوال «اوپن‌آرت» (OpenArt) نندارتون کې د خپلو درې هنري آثارو سره ګډون کړی دی.

حکیمي د چهارشنبې په ورځ، د جوزا په ۲۷مه، په یوه پیغام کې اعلان کړی چې دغه هنري نندارتون د جون په ۱۳مه پیل سوی او د دسمبر تر ۶مې به دوام ولري.

د هغې په وینا، «اوپن‌آرت» په سویډن کې د عامه او معاصر هنر له مهمو نندارتونونو څخه شمېرل کېږي، چې هر دوه کاله وروسته د بېلابېلو هېوادونو د هنرمندانو په ګډون جوړېږي.

د ساناز حکیمي یو اثر چې «د غره روح» (Soul of the Mountain) نومېږي، د بامیان د غرونو او د دې ولایت د تاریخي او فرهنګي میراث په الهام جوړ سوی دی. د هغې په وینا دا اثر هڅه کوي د افغانستان د لږ پېژندل سوي تاریخ او فرهنګ یوه برخه نړیوالو ته وروپېژني.

د هغې بل اثر «بیا راپاڅېږم او وده کوم » (I Will Rise and Grow Again) د افغانستان ښځو او انجونو ته ځانګړی سوی او د هیلو ، آزادۍ، پیاوړتیا او روښانه راتلونکي مفکورې انځوروي.

همدارنګه «د یادونو کوزه» (The Memory Pot) د بامیان د تاریخي توکو په الهام جوړ سوی اثر دی چې د ګډو یادونو، فرهنګ او د تېر او اوس ترمنځ اړیکه بیانوي.

ساناز حکیمي وایي چې هڅه کوي په خپلو آثارو کې د دودیز او معاصر هنر ترمنځ پُل جوړ کړي او د هنر له لارې د فرهنګ، هویت، حافظې او د ښځو د غږ موضوعات انځور کړي.

د دې افغانې هنرمندې حضور د سویډن په یو له تر ټولو مهمو هنري نندارتونونو کې په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر افغان هنرمندانو له کډوالۍ وروسته خپل هنري فعالیتونه په بېلابېلو هېوادونو کې جاري ساتلي او خپل اثار یې په نړیوالو هنري نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x