د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلان کړی چې د پکتیکا ولایت په متاخان ولسوالۍ کې د لرغونپوهني د کیندنو په پایله کې لسګونه تاریخي آثار موندل سوي دي.
د دغه وزارت په وینا، لومړنۍ څېړنې ښايي چې دا آثار د کوشاني او ساساني دورو پورې تړاو لري.
د ورکړل سویو معلوماتو له مخې، د متاخان ولسوالۍ په لرغونې سیمه «رشکي غونډۍ» کې په ټولیز ډول ۸۴ لرغوني آثار ترلاسه سوي دي. په دغو آثارو کې د ډبرو، خټو، هډوکو، ښیښو او فلزي توکي شامل دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي چې دا سیمه په تېرو وختونو کې د لوښو جوړولو د کارخانې په توګه کارېدله.
ذبیحالله سادات ، د دغه وزارت د لرغونپوهني رئیس ، اعلان کړی چې موندل سوي آثار په پکتیکا کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته سپارل سوي دي.
طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې څو ځله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د تاریخي آثارو او لرغونو سیمو د موندلو خبر ورکړی دی. دغه ډله، سره له دې چې د بامیان د بودا مجسمو د ویجاړولو مخېنه لري، اوس تاریخي ودانۍ او لرغونې سیمې د افغانستان معنوي شتمني بولي او پر ساتنې یې ټینګار کوي.




