طالبانو د رسنیو د ځپلو په دوام ، د بامیان راډیو نشرات ودرول

په بامیان ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې د طالبانو د استخباراتو د ریاست مامورینو شاوخوا څلور ورځې وړاندې د دې ولایت په «ښار نو» سیمې کې د بامیان راډیو پر دفتر ورننوتې او د دې رسنۍ دروازه یې مهر او لاک کړې ده.

د سرچینو په وینا، طالبانو پرته له دې چې کوم رسمي وضاحت وړاندې کړي، د دې راډیو نشرات یې هم درولي دي.

بامیان راډیو د بامیان ولایت له پخوانیو او پېژندل سویو غږیزو رسنیو څخه ګڼل کېږي چې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې یې د دې ولایت پېښې او سیمه‌ییز موضوعات خپرول.

تر اوسه په بامیان کې طالب چارواکو د دې رسنۍ د فعالیت د بندېدو او د استخباراتو د ځواکونو د اقدام په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x