د روسیې سفیر: د انجونو له زده‌کړو پرته د افغانستان پرمختګ ناشونی دی

البرت خوریف ، په پاکستان کې د روسیې سفیر ، په افغانستان کې د بشري حقونو د بنسټيزو اصولو پر رعایت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د وګړو، په ځانګړي ډول د انجونو، زده‌کړو ته له لاسرسي پرته د افغانستان د پرمختګ او د ودې د بهیر دوام ناشونی دی.
د روسیې سفیر: د انجونو له زده‌کړو پرته د افغانستان پرمختګ ناشونی دی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ البرت خوریف ، په پاکستان کې د روسیې سفیر ویلي چې د طالبانو حکومت باید د زده‌کړو حق او د هېواد د وګړو نورو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.

هغه له «ټي‌اېس‌آر پادکست» سره په خبرو کې ویلي چې د بشر د لومړنیو حقونو رعایت یو نړیوال اصل دی او د افغانستان حکومت هم باید ورته ژمن واوسي. د هغه په وینا، هیله لري چې طالب چارواکي د دې موضوع اهمیت درک کړي.

خوریف همداراز ټینګار کړی چې د وګړو، په ځانګړي ډول د انجونو، زده‌کړو ته له لاسرسي پرته د افغانستان د پرمختګ او پراختیا بهیر دوام نه‌سي کولای.

د روسیې سفیر د خپلو خبرو په بله برخه کې د پاکستان امنیتي وضعیت ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې له اوسیدو څخه خوښ دی. هغه زیاته کړې چې په پاکستان کې د ژوند شرایط په کابل کې د خپلې مأموریت دورې سره پرتله کوي او اوس د لا ډېر امنیت او ارامۍ احساس کوي، ځکه کولای سي له خپلې کورنۍ سره ژوند وکړي؛ هغه اسانتیا چې د هغه په وینا، په کابل کې ورته برابره نه وه.

دغه روسی ډیپلومات، چې کلونه یې په افغانستان کې فعالیت کړی، په فارسي او پښتو ژبو هم خبرې کوي.

هغه په ورته وخت کې د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې ناامني په تدریجي ډول د دغه هېواد په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول ولسوالیو او د افغانستان سره په پولو نږدې سیمو کې، د پراخېدو په حال کې ده.

طالبانو له نږدې پنځو کلونو راهیسې د شپږم ټولګي پورته د انجونو زده‌کړې درولې دي. په دې موده کې د ښځو او انجونو پر وړاندې پراخ محدودیتونه هم لګول سوي چې زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور ته یې د هغوی لاسرسی محدود کړی دی.

سره له دې چې نړیوال فشارونه او د نړیوالو بنسټونو پرله‌پسې غوښتنې موجودې دي، طالبانو تر اوسه په خپلو تګلارو کې بدلون نه دی راوستی. ډېری د بشري حقونو بنسټونه په افغانستان کې د ښځو اوسنی وضعیت د «جنسیتي اپارتاید» بېلګه بولي.

د بشري حقونو د رعایت په اړه د روسیې د سفیر څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x