د افغانستان د ملګرو ملتونو څوکۍ؛ د خلکو حق، نه د طالبانو غوښتنه

نصیر احمد اندیشه، په سویس کې د افغانستان سفیر، د طالبانو هغې بیا غوښتنې په غبرګون کې چې غواړي د افغانستان څوکۍ په ملګرو ملتونو کې ورته وسپارل شي، ټینګار وکړ چې دا څوکۍ د افغانستان خلکو او حکومت پورې اړه لري، نه طالبانو ته.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ

هممهاله د طالبانو هغې بیا غوښتنې سره چې غواړي د افغانستان څوکۍ په ملګرو ملتونو کې په لاس کی واخلي، نصیر احمد اندیشه، په سویس کې د افغانستان سفیر، ټینګار کړی چې دا څوکۍ د افغانستان خلکو او حکومت پورې اړه لري، نه طالبانو ته. اندیشه څرګنده کړې ده چې طالبان حتی د یوې ورځې لپاره هم مشروعیت نه لري.

نصیر اندیشه د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۸مه، د افغانستان د ملګرو ملتونو غړیتوب د اتیایمې کلیزې په مناسبت، په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي: «افغانستان ۸۰ کاله په ملګرو ملتونو کې حضور درلودلی دی. طالبان بیا حتی یوه ورځ هم د دې سازمان لپاره مشروعیت نه لري.»

هغه په دوام ټینګار کړی چې د افغانستان څوکۍ په ملګرو ملتونو کې د هغه حکومت پورې اړه لري چې د نړیوالې ټولنې د مسؤل غړي په توګه خپلې نړیوالې ژمنې منلې وي.

مخکې له دې، ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو ویاند، د افغانستان د ملګرو ملتونو د رسمي غړیتوب د اتیایمې کلیزې په مناسبت، یو ځل بیا غوښتنه کړې وه چې د افغانستان څوکۍ په دې سازمان کې طالبانو ته وسپارل شي. هغه ادعا کړې وه چې د افغانستان خلک غواړي چې په ملګرو ملتونو کې د خپل هېواد استازیتوب دې ډلې ته وسپارل شي.

بیشتر بخوانید:  کابل پوهنتون کې د طالبانو ناسته

افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ او پنجشنبه، د لړم ۲۸مه، د دې هېواد د دې سازمان د غړیتوب اتیایمه کلیزه ده.

اړوند مطالب:

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x