د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ نصیر احمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست، وایي چې د افغانستان څوکۍ په دې سازمان کې د هغو دولتونو حق دی چې د وګړو د ارادې پر بنسټ او په مشروع ډول واک ته رسېدلي وي او د خپلو ټولو وګړو حقوق یې پرته له تبعیضه تضمین کړي وي.
هغه د امیرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د څرګندونو په غبرګون کې ټینګار کړی: «په ملګرو ملتونو کې استازولي د هغو دولتونو حق دی چې واک یې د قانوني لارو او د وګړو د ارادې پر بنسټ ترلاسه کړی وي، د ټولو وګړو حقوق پرته له جنسیتي، قومي او مذهبي تبعیضه د قانون په چوکاټ کې تضمین کړي او خپلو ملي او نړیوالو ژمنو ته ژمن وي.»
فایق د طالبانو پر پنځه کلنې دورې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دې ډلې په دې موده کې نه د افغانانو غوښتنو ته ځواب ورکړی او نه یې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پام کړی دی.
د هغه په وینا، په دې موده کې د بېوزلۍ زیاتوالی، جبري ودونه، د بېکارۍ له امله د ځوانانو ځانوژنې، د پخوانیو امنیتي ځواکونو هدفي وژنې، د بیان پر آزادۍ محدودیتونه، د جهادي مدرسو پراختیا او د افراطیت وده په بېساري ډول زیاته شوې ده.
هغه همداراز پوښتنه کړې چې طالبان د کومو مثبتو اقداماتو یا د کوم معیار د مشروعیت پر بنسټ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د ترلاسه کولو غوښتنه کوي.
فایق زیاته کړې چې په اوسني وضعیت کې انجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه محرومې دي، ښځې له کار او ټولنیزې ونډې لیرې ساتل سوې دي، یو ټولشموله او مشروع نظام نسته، او د هغه په وینا ځپنه او فساد دوام لري. هغه همداراز ادعا کړې چې د افغانستان او سیمې امنیت د نړیوالو ترهګرو ډلو د حضور او ملاتړ له امله له ګواښ سره مخ دی.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې امیرخان متقي ، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ، مخکې له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې د افغانستان څوکۍ دې د دې ډلې استازو ته وسپارل سي.




