د معمار خبري اژانس راپور له مخې؛ روسیې اعلان کړی چې د دغه هېواد هوایي دفاع په یوه ورځ ۲۳۰ اوکرایني بېپیلوټه الوتکې وویشتلې.
د روسیې د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۵مه، ویلي دي چې بېپیلوټه الوتکې د مسکو د وخت له سهار ۸ بجو څخه تر ماښام ۸ بجو پورې وویشتل شوې.
د روسیې د دفاع وزارت په وینا، دا بېپیلوټه الوتکې د کریمیا، بلګورود، بریانسک او کورسک سیمو او د تور سمندرګي پر سر له منځه وړل شوې دي.
روسیه او اوکراین له ۲۰۲۲ کال د فبروري له جګړې پیل راهیسې څو ځله پر یو بل د مواضعو او تاسیساتو پر وړاندې د بېپیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي دي.




