د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ پر یوه سرحدي کندک د ناپېژاندو وسلهوالو له برید یوه ورځ وروسته، د طالبانو د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي په کابل کې د تاجکستان له سفیر سره د سرحدي مسئلو په اړه خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ، د سرطان په ۲۹مه، اعلان وکړ چې د دې ډلې د پوځ د عملیاتو رئیس نورالرحمن نصرت، د تاجکستان له سفیر سعدي شریفي سره لیدنه کړې ده. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د پولو اړوندو مسئلو په اړه خبرې کړې او د ښه نیت پر بنسټ یې د اړیکو پر پراختیا او د دوهاړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د طالبانو دفاع وزارت د دې خبرو د اصلي موضوعاتو په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره سوه چې د یکشنبې په سهار، د سرطان په ۲۸مه، ناپېژاندو وسلهوالو د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ پر یوه سرحدي کندک برید وکړ. د سیمهییزو سرچینو په وینا، دغه پوځي اډه د شپې شاوخوا دوه بجې د راکټونو او څو ډوله نورو وسلو په وسیله په نښه سوه.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی، خو سیمهییزې سرچینې وایي چې د طالبانو ځواکونو له دې پېښې وروسته یو شمېر سیمهییز اوسېدونکي په برید کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.
د خواهان ولسوالۍ د بدخشان ولایت په شمال ختیځ کې د پنج سیند پر غاړه پرته ده او له تاجکستان سره ګډه پوله لري.
دا برید په داسې وخت کې رامنځته سوی چې طالبانو په وروستیو اوونیو کې په بدخشان ولایت کې د امنیتي وضعیت د کنټرول او د ناخوښیو د کمولو لپاره خپل تمرکز زیات کړی دی.
په همدې موده کې د طالبانو یو شمېر لوړپوړو امنیتي چارواکو، لکه د دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد، د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت او د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق، د امنیتي وضعیت د ارزونې او د سیمهییزو ناخوښیو د مدیریت لپاره بدخشان ته سفرونه کړي دي.
محمدیعقوب مجاهد د خپل سفر پر مهال د افغانستان له پاکستان، چین او تاجکستان سره د ګډو پولو له ځینو برخو هم لیدنه کړې ده.
دغه خوځښتونه وروسته له هغه لا زیات سول چې د جمعې په سهار، د بدخشان د یفتل ولسوالۍ د «سپاهي میهن» په نوم د یوې نوې جوړې سوې ډلې له خوا د څو ساعتونو لپاره ونیول سوه. څارونکي وایي چې طالبان اندېښمن دي چې د سیمهییزو ناخوښیو په زیاتېدو سره ښایي د بدخشان د ځینو سیمو کنټرول له لاسه ورکړي.



