عصمتالله مجددي، چې د پخواني حکومت د ملي امنیت شورا په دفتر کې پخوانی سلاکار او د افغانستان د پخواني ولسمشر صبغتالله مجددي زوی دی، په دې وروستیو کې د طالبانو په بلنه کابل ته راستون سوی دی.
هغه د طالبانو د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په حضور کې په یوې غونډه کې وویل، چې د پخواني حکومت پر مهال هېواد له پراخ فساد او ګڼو کړکېچونو سره مخ وو او د ده په وینا، له دې وضعیت څخه د خلاصون کومه لاره نه وه. مجددي همدارنګه زیاته کړه: «دا باور درکوو چې ستاسو په راتګ سره غله له منځه ولاړل.»
هغه وروسته د خپلې راستنېدنې د زمینې د برابرولو لپاره د طالبانو له مشرۍ مننه وکړه، خو په عین وخت کې یې د دې ډلې د ځینو غړو پر چلند نیوکه وکړه او ویې ویل چې هغوی د مجددي کورنۍ پر کور یرغل کړی وو، چې د هغوی د ناخوښۍ لامل سوی دی.
د پخواني نظام د فساد په اړه د عصمتالله مجددي څرګندونې په داسې حال کې مطرح سوي دي چې د مجددي کورنۍ په افغانستان کې د متحده ایالاتو او د ناټو د شل کلن حضور پر مهال له اغېزناکو سیاسي کورنیو څخه شمېرل کېده.
د هغه پلار، صبغتالله مجددي، له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان د سیاسي جوړښت په رامنځته کولو کې له مهمو څېرو څخه ګڼل کېده . هغه د اساسي قانون د لویې جرګې مشري پر غاړه درلوده او په ۱۳۸۳ لمریز کال کې د سولې د ټینګښت کمېسیون د رئیس په توګه د حامد کرزی له خوا وټاکل سوو. دغه بنسټ د امریکا او ناټو په ملاتړ فعالیت کاوه او د دودیزو جرګو له لارې یې د شخړو د هواري هڅه کوله.
هغه همدارنګه د مشرانو جرګې د پنځلسمې دورې غړی وو او وروسته د حامد کرزي په پرېکړه د دې جرګې د انتصابي غړو په نوملړ کې هم شامل سو. نوموړي تر ۱۳۹۰ لمریز کال پورې د مشرانو جرګې د رئیس په توګه دنده ترسره کړه.
د هغه له مهمو دندو څخه یوه هم په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د متحده ایالاتو سره د امنیتي او ستراتېژیک تړون په اړه د مشورتي لویې جرګې مشري وه. دغه لویه جرګه د شاوخوا ۲۵۰۰ استازو په ګډون جوړه سوه او په پای کې مجددي له امریکا سره د دې تړون د لاسلیک ملاتړ وکړ. هغه په دې موضوع کې د هغه وخت له ولسمشر، حامد کرزي، سره د نظر اختلاف پیدا کړ او آن یې ګواښ وکړ چې که تړون لاسلیک نه سي، افغانستان به پرېږدي.
مجددي له امریکا سره د امنیتي تړون له کلکو پلویانو څخه وو او باور یې درلود چې دا تړون به د طالبانو پر وړاندې د مبارزې او د هېواد د امنیت د ټینګښت زمینه برابره کړي، په داسې حال کې چې حامد کرزی د بهرنیو پوځي ځواکونو د حضور د پایلو په اړه ډېرې نیوکې لرلې.




