د خاتمالنبیین د دیني مدرسې، د تمدن تلویزیوني شبکې او د خاتمالنبیین پوهنتون د طالبانو د سرپرست حکومت له لوري تړل کېدل، له عادي اداري یا قضايي اقدام څخه ډېر پورته دي او د دې ډلې یو اړخیز، ځپونکي او ایدیولوژیکې تګلارې د افغانستان د شیعه ټولنې او خپلواکو رسنیو په وړاندې څرګندوي. دغه اقدام چې د بشپړو شفافو قضايي اصولو له مراعت پرته او د نه ثبوت سویو ادعاوو پر بنسټ ترسره سوی، دا ښايي چې طالبان غواړي د افغانستان له عامه فضا څخه خپلواک او نیوکه کوونکي غږونه لیرې کړي.
د طالبانو د عدلیې وزارت هغه ادعا چې ګواکې دا بنسټونه د افغانستان د اسلامي حرکت په سیاسي ګوند پورې تړاو لري، او همدارنګه د دې مرکزونو د ځمکو د غصب ادعا، له حقوقي او شرعي اړخه له جدي ننګونو سره مخ ده.
لکه څنګه چې د دې مدرسې د امناوو پلاوي او د تمدن تلویزیون مسؤلینو په خپلو اعلامیو کې ټینګار کړی، د ملکیت اسناد، شرعي قبالې او قانوني اسناد موجود دي. حتی د آیتالله محسني رسمي استعفا له دغه ګوند څخه، د دې مرکزونو له جوړېدو یا پراخو فعالیتونو څخه مخکې، د هغوی د سیاسي تړاو د نه شتون یو قوي سند بلل کېږي.
خو له دې سره سره، طالبان د اسنادو د بېطرفه ارزونې پر ځای، د چټک او جبري چلند له لارې دا مرکزونه تړلي دي. دا کړنه ښايي چې د طالبانو لپاره «قانون» او «عدالت» داسې انعطافمنونکي مفاهیم دي چې یوازې د هغوی د سیاسي او ایدیولوژیکو ګټو په چوکاټ کې تعریفېږي.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې پر افغان شیعهوګړو پراخ محدودیتونه لګولي دي. د محرم د عزادارۍ پر مراسمو له سختو محدودیتونو نیولو څخه نیولې تر پر مذهبي ځایونو بریدونو او د عزادارانو لپاره د تګ راتګ د لارو تر بندولو پورې، ټول دا کارونه د یوې منظمې تګلارې څرګندونه کوي چې موخه یې د شیعه مذهبي هویت څنډې ته کول او ځپل دي.
د خاتمالنبیین د مدرسې تړل، چې په کابل کې د شیعهګانو له مهمو او معتبرو علمي او مذهبي مرکزونو څخه دی، د دې ټولنې پر علمي، فرهنګي او ټولنیزو ظرفیتونو دروند ګوزار بلل کېږي. دا حوزه یوازې یو تعلیمي مرکز نه دی، بلکې په افغانستان کې د شیعه فرهنګ او هویت یو سمبول هم ګڼل کېږي.
له بلې خوا ، د «تمدن» د ټلویزیوني شبکې او د خاتمالنبیین پوهنتون تړل کېدل د بیان د آزادۍ او د زدهکړې پر حق مستقیم برید ګڼل کېږي. د تمدن تلویزیوني شبکه د افغانستان د شیعهوګړو له مهمو رسنیو څخه وه چې د خبر رسولو، ښوونې او د دې ټولنې د ټولنیز یووالي په ساتنه کې یې مهم رول درلود. د دې رسنۍ بندېدل د میلیونونو شیعه افغانانو د غږ د پرې کېدلو معنا لري.
همدارنګه، د خاتمالنبیین پوهنتون تړل کېدل د زرګونو شیعه محصلانو د تعلیمي راتلونکی بهیر له ګواښ سره مخ کوي او په عملي ډول ورڅخه د زدهکړې او د کار فرصتونه اخلي.
باید پوښتنه وسي چې آیا دا اقدامات د طالبانو له نړیوالو ژمنو سره د بشري حقونو، د مذهب د آزادۍ او د اقلیتونو د حقونو په برخه کې سمون لري که نه. نړیواله ټولنه او د بشري حقونو بنسټونه باید د افغانستان د شیعهګانو د حقونو د دې ښکاره سرغړونو په اړه بېپروا پاتې نه سي او د دې تبعیضي سیاستونو د درولو لپاره اړین دیپلوماتیک او حقوقي فشارونه وارد کړي. تر هغه چې طالبان د خبرو، شفافیت او د اساسي حقونو د درناوي پر ځای د بنسټونو د تړلو او ځپلو لاره غوره کړي، افغانستان به د ثبات، عدالت او ارامۍ پر لور هېڅ رېښتني پرمختګ ونه کړي.




