ډاکټر سید روحالله حسینی، په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري سلاکار، په یوه لیکنه کې د ستر مرجع آیتالله العظمی محمد اسحاق فیاض (رحمهالله) د وفات په مناسبت دغه لوی شیعه مرجع د ديني عقلانیت، ټولنیز خدمت او د ملتونو ترمنځ د کلتوري نښلونکي په توګه یاد کړی دی.
په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري سلاکار په پیغام کې راغلي: په اوسني ګډوډ وخت کې چې د اسلام نړۍ تر بل هر وخت زیات د یووالي رامنځته کوونکو بېلګو، ديني عقلانیت او مسؤلیتمنې مرجعیت ته اړتیا لري، د آیتالله العظمی شیخ محمد اسحاق فیاض نوم د شیعه نړۍ د تر ټولو مهمو مراجعو په توګه د داسې شخصیت یاد تازه کوي چې علم، اخلاق، ټولنیز خدمت او د اسلامي امت د ګټو ژمنتیا یې په لوړه کچه سره ، سره یو ځای کړي ده.
آیتالله فیاض چې د افغانستان د کلتورپالې خاورې له منځه راټوکېدلی او د نجف اشرف په علمي حوزه کې د شیعه مرجعیت له سترو ستنو څخه ګرځېدلی وو، د اسلامي تمدن په پراخه ډګر کې د افغان ملت د علمي او معنوي وړتیاوو یو روښانه بېلګه ده. هغه د لسیزو تدریس، څېړنې او د وتلو شاګردانو په روزنه کې د اسلامي فقهې او اصولو په وده کې تلپاتې ونډه اخیستې، او د هغه علمي آثار تل د علمي او حوزوي کړیو د پاملرنې وړ پاتې سوي دي.
د آیتالله فیاض ځانګړې ځانګړنه باید د علمي بنسټ او د معاصرې ټولنې د اړتیاوو د درک په یوځای کولو کې ولټول سي. هغه تل د انسان د کرامت د ساتنې، ټولنیز عدالت، سولهییز ګډ ژوند او له افراطیت څخه د لیرې والي پر اړتیا ټینګار کړی، او مرجعیت یې یوازې د فردي مسایلو د ځواب ورکولو په چوکاټ کې نه محدوداوه، بلکې هغه یې د ټولنې د اخلاقي او ټولنیز لارښوونې مسؤلیت باله.
د دې ستر مرجع خدمتونه یوازې د علم او اجتهاد تر ډګر پورې محدود نه وو. د دیني او ښوونیزو مرکزونو ملاتړ، د ځوان نسل روزنې ته پاملرنه، د بېوزلو لاسنیوی او د ټولنیز یووالي د ساتنې هڅې هغه ارزښتناک کارونه دي چې د هغه نوم یې د اسلامي نړۍ د اغېزمنو شخصیتونو په ډله کې راوستی دی.
په دې ترڅ کې د آیتالله فیاض رول د حسيني شعائرو د ملاتړ او د زیارت د کلتور د بیا ژوندي کولو په ځانګړي ډول د اربعین د ستر پیادهروۍ په وده کې ځانګړی مقام لري. اربعین په وروستیو لسیزو کې له یوه مذهبي دود څخه د نړۍ تر ټولو ستره فرهنګي او معنوي غونډه ګرځېدلې ده؛ داسې غونډه چې میلیونونه انسانان د بېلابېلو قومونو، ژبو او کلتورونو څخه د اهل بیت (ع) د مینې، قرباني، همدردۍ او عدالتغوښتنې پر محور راټولوي. د نجف اشرف د مراجعو ملاتړ او لارښوونې، په ځانګړي ډول د آیتالله فیاض، د دې تمدني حرکت په ټینګښت او پراختیا کې مهم رول لوبولی دی.
له بلې خوا، آیتالله فیاض د افغانستان او عراق د دوو وروڼو ملتونو ترمنځ د کلتوري پله په توګه بلل کېږي. د هغه علمي او ټولنیز شخصیت ښايي چې ديني مرجعیت کولای سي له جغرافیایي پولو هاخوا د ملتونو د نښلولو او د ګډو کلتوري ارزښتونو د پیاوړتیا وسیله سي. ډېر افغان زدهکړیالان، څېړونکي او پوهان د نجف اشرف په علمي فضا کې د هغه له علمي او معنوي برکاتو برخمن سوي دي، او دا اړیکه لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د مهمې کلتوري شتمنۍ په توګه دوام لري.
نن چې موږ د آیتالله العظمی فیاض د علمي، فقهي، کلتوري او ټولنیز میراث یادونه کوو، په حقیقت کې د داسې مرجعیت له تلپاتې میراثه خبرې کوو چې علم یې له خدمت سره، دین یې له ټولنیز مسؤلیت سره، او ملي هویت یې له اسلامي امت د رسالت سره یو ځای کړی دی. دا ارزښتناک میراث کولای سي د اسلامي نړۍ د نوي نسل عالمانو، فکر کوونکو او فرهنګي فعالانو لپاره د داسې راتلونکي الهام وي چې پر علم، معنویت، یووالي او انساني کرامت ولاړ وي.




