د مقاومت عالي شورا له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختګ اعلان کړ

شورای عالی مقاومت

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت د عالي شورا د سولې د کمیټې مشر الماس زاهد په نویو څرګندونو کې له طالبانو سره د دې شورا د خبرو پرمختګ اعلان کړ. ښاغلي زاهد د سولې د خبرو د راتلونکي په اړه د هیله مندۍ په څرګندولو سره ټینګار وکړ چې دغې شورا له طالب استازو سره له څو ناستو وروسته مثبتې پایلې ترلاسه کړې دي. ده همداراز زیاته کړه چې نړیواله ټولنه او امریکا له دغو خبرو خبر دي او ملاتړ یې کوي. هغه زیاته کړه چې دا خبرې به د داسې حکومت د جوړولو لامل شي چې طالبان به پکې شامل وي.

بیشتر بخوانید:  کاظمي قمي: د مسکو غونډه د افغانستان د ثبات او رغوني لپاره یو ګام دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه