د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی د ماسکو د غونډې په اهمیت باندې په تاکید سره دغه غونډه له ترهګرۍ سره د مبارزې او له افغانستان سره د مرستې لپاره د سیمه ایزو نوښتونو د رامینځته کولو او د مهاجرت د سیلاب د مخنیوی لپاره د لازمو شرایطو د رامنځته کولو په لړ کښې وبلله. د افغانستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي د مسکو د شپږمې فورمې غونډې ترسره کېدو ته په اشارې سره په مسکو کې د لسو هېوادونو د استازو او د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر په حضور کې د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره د سیمه ییزو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ. کاظمی قمی وویل: مهمه مسله چې شتون لری هغه دا ده چې په نړیوالو ډګرونو کښې له پرمختګونو سره سره په تیره بیا د فلسطین او لبنان مسله د افغانستان مسله په سیمه ایز ډګر کښې د یوې مهمې موضوع په توګه شتون لری.

- 64
- کې خپور شو 12:15 ق.ظ
- د خبر شمیره 104495
- 23 میزان 1403
- کې خپور شو 12:15 ق.ظ
- د خبر شمیره 104495
- 23 میزان 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
18 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405