د طالبانو د استخباراتو له خوا د کابل په شپږمه ناحیه کې د کور کور تلاشي پیل شوه

په کابل کې د خلکو سرچینې وايي، چې په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو استخباراتي ځواکونو د دغه ښار د شپږمې ناحیې د یو شمېر اوسېدونکو کورونه تلاشي کړي دي. تېره اوونۍ دا سیمه د یوې خونړۍ چاودنې شاهده وه چې لږترلږه ۱۶ پخواني څارنوالان پکې ووژل شول. د سرچینې په وینا، طالبان د کورنیو د هویت اسناد او د هغوی ټول کورونه په دقیق ډول څېړي. دغه سرچینې وايي، طالبان لومړی سیمه کلابندوي او بیا یې کورونه تلاشي کوي او په تصفیه شویو سیمو کې تګ راتګ بندوي.

بیشتر بخوانید:  عبدالکبیر اعلان وکړ چې د دوحې په غونډه کې د طالبانو استازي ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x