غالۍ؛ د افغانستان په ټپي اقتصاد کې د هيلو تار او بدنه

افغانستان په وروستیو کلونو کي له خپلو تر ټولو ژورو اقتصادي کړکېچونو څخه له یوه سره مخ سوی دی. د بهرنیو مرستو پرېکېدل، د بهرنیو شتمنیو کنګلېدل، د پانګونې کمېدل، پراخې کډوالۍ او د ښځو پر اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو سخت بندیزونه د خلکو پر ژوند او د هغوی پر اقتصادي حالت دروند فشار اچولی دی. په دغو شرایطو کي، د بېکارۍ کچه، په ځانګړي ډول د ځوانانو تر منځ، اندېښمنوونکې اندازې ته رسېدلې ده او ډېری کورنۍ د بېوزلۍ تر کرښې لاندي ژوند کوي. د دوامدارو کاري فرصتونو نشتوالي د ښارونو او کلیو د ژوند بهیر کرار کړی او پر بشري مرستو تکیه یې نوره هم ډېره کړې ده.

د همدې سختو شرایطو په منځ کي، د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ وروستی راپور، چي د غالۍ اوبدلو په صنعت کي د نږدې یو میلیون کسانو د کار او د غالۍ د صادراتو د څرګند زیاتوالي خبر ورکوي، یو هیله‌بښونکی، خو د پام وړ ټکی بلل کېږي. د افغانستان په لاس‌اوبدل سوي غالۍ، په ځانګړي ډول د شمالي، لوېدیځو او مرکزي سیمو لوړ کیفیت لرونکې غالۍ، له کلونو راهیسي د اروپا، امریکا او د خلیج د هېوادونو په بازارونو کي پېژندل سوی ځای لري. د دې توکي نړیوال شهرت د لومړنیو موادو د کیفیت، د نقشو د اصالت او د هغو اوبدونکو د مهارت پایله ده چي دا هنر یې نسل په نسل لېږدولی دی.

اساسي ټکی دا دی چې د افغانستان په اقتصادي جوړښت کې، هغه کسبونه چې پر تولید او لاسي صنایعو ولاړ دي، له هغو لږو برخو څخه دي چې له سترې پانګونې او پېچلو بنسټیزو اسانتیاوو پرته، د خلکو د ډېر شمېر لپاره د کار زمینه برابرولای سي. د غالۍ اوبدلو صنعت هم همداسې وړتیا لري؛ هغه صنعت چې ډېری بهیر یې په کلیوالو او بې‌برخې سیمو کې روان وي او کولای سي ښارونو ته د کلیوالو د بې‌کچې کډوالۍ مخه ونیسي. په نړیوال اقتصاد کې، تولیدي او جوړوونکي کاروبارونه تل د ملتونو د ثبات او دوامدار پرمختګ بنسټ بلل سوي دي، ځکه چې د ارزښت د رامنځته کولو تر څنګ، د رنګولو، د تار جوړولو، لېږد او صادراتو په برخو کې هم د ګڼو نورو کسبونو د فعالېدو لړۍ رامنځته کوي.

سره له دې، بنسټیزه پوښتنه دا ده چې ایا د صادراتو دغه اوسنی زیاتوالی به دوامدار او ټول‌ګډونی وي، که بېله منظم او بنسټیز ملاتړ څخه به د نړیوال بازار د بدلونونو او سیاسي محدودیتونو له امله کمزوری سي. د صادراتو د پیسو د لېږد لپاره د رسمي بانکدارۍ نشتوالی، افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې محدودیتونه، په بهرنیو هېوادونو کې د سوداګریزو استازولیو نشتوالی، او په دې صنعت کې د ماشومانو د کار او د کاري شرایطو په اړه د نړۍ اندېښنې، هغه خنډونه دي چې د دې برخې راتلونکی له ګواښ سره مخ کولای سي.

د غالۍ اوبدلو صنعت ته جدي پاملرنه، نه يوازي د افغانستان د هنري میراث د ساتنې لپاره یو فرهنګي اړتیا ده، بلکې د بېوزلۍ او بېکارۍ څخه د میلیونونو کورنیو د ژغورلو لپاره هم یوه اقتصادي اړتیا ده. که دا تاریخي وړتیا له هوښیارې طرحې، د تولیدي ټولنو له جوړولو، د نړیوال بازارموندنې له پراخېدو او د کار د نړیوالو معیارونو له مراعتولو سره مل سي، نو کولای سي د افغانستان د اقتصاد د بیا راژوندي کېدو له رښتینو ستنو څخه یوه وګرځي؛ داسې ستنه چې د لنډمهالو مرستو پر ځای، د خلکو پر مټو او کورنیو وړتیاوو ولاړه وي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x