هند د افغانستان پر وړاندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیاکتنې غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند استازي ، د افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې د سیاسي بدلونونو په یادولو سره، د دغه هېواد پر وړاندې د لګېدلو بندیزونو د بیاکتنې غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې اوسني سزا ورکوونکي وسایل نور د پخوا په څېر اغېزمنتیا نه لري.
هند د افغانستان پر وړاندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیاکتنې غوښتنه وکړه

پرواتنني هریش ، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند استازي ، د افغانستان د تېرو پنځو کلونو د سیاسي وضعیت د بدلونونو په اشاره، د ملګرو ملتونو له خوا پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو د بیاکتنې غوښتنه وکړه.

هغه ټینګار وکړ چې هغه بندیزونه او نور سزا ورکوونکي وسایل، چې په تېرو وختونو کې کارول کېدل، په اوسني حالت کې نور لازم اغېز نه لري او باید بیا وارزول سي.

د هند استازي دا څرګندونې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو سره سم باید مناسبه تګلاره غوره سي.

هریش همدارنګه د افغانستان پر خاورې د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د راپور پر بنسټ یې دغه بریدونه د ملکي وګړو د پراخو مرګ‌ژوبلو لامل وبلل.

هغه په دوام کې ، پاکستان پر افغانستان د سوداګریزو او ترانزیټي محدودیتونو په لګولو تورن کړ او ویې ویل چې دغو محدودیتونو د افغانستان د خلکو پر اقتصادي او د ژوند پر وضعیت منفي اغېز کړی دی.

د هند د استازي څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې پر افغانستان د نړیوالو بندیزونو موضوع او له سرپرست حکومت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل څرنګوالی، لا هم په نړیوالو ناستو کې د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x