کندهار ته د لوړپوړي نړیوال پلاوي سفر؛ د نړیوال بانک او د آسیا پراختیايي بانک په اجنډا کې د کندهار د اقتصادي فرصتونو ارزونه

د نړیوال بانک او آسیا پراختیايي بانک (ADB) یو لوړپوړی پلاوی کندهار ولایت ته سفر کړی دی.

په دغه پلاوي کې د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د هېواد مشر، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) استازی، د آسیا پراختیايي بانک د هېواد مشر او د دغه بانک د مالي او اداري چارو رئیس شامل دي.

د دغه سفر موخه د کرنې د برخې د وضعیت ارزونه او په کندهار ولایت کې د اقتصادي فرصتونو د ملاتړ لپاره د لارو چارو څېړنه بلل سوې ده.

د خپرو سویو معلوماتو له مخې، د دغه پلاوي غړي به د خپل سفر پر مهال د کرنې او اقتصادي فعالیتونو له بېلابېلو اړوندو برخو لیدنه وکړي او په دغو برخو کې به د موجودو ستونزو، وړتیاوو او اړتیاوو په اړه خبرې اترې وکړي.

د دغه پلاوي سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې نړیوالو بنسټونو په وروستیو کلونو کې د کرنې د برخې پر ملاتړ، د کلیوالو خلکو د ژوند د پیاوړتیا او په افغانستان کې د دوامدارو اقتصادي فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x