پاکستان: د طالبانو په ځواب کې مو د هغوی مورچلونه په توپچي بریدونو وویشتل

پاکستاني امنیتي سرچینو اعلان کړی چې د دغه هېواد سرحدي ساتونکو، د طالبانو د ځواکونو له لوري پر سرحدي پوستو د برید په غبرګون کې، د دې ډلې مورچلونه په توپچي بریدونو په نښه کړې دي.

د ډان ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ، د سرطان په ۲۸مه، راپور ورکړی چې طالب جنګیالیو د سپکو او درنو وسلو په کارولو سره د پاکستان پر څو سرحدي پوستو برید کړی دی.

د دې راپور له مخې، پاکستاني امنیتي ځواکونو د دغو بریدونو په ځواب کې، د پولې هغې غاړې ته د طالبانو مورچلونه تر توپچي ډزو لاندې راوستې دي.

پاکستاني امنیتي چارواکو هم ادعا کړې ده چې د دغو بریدونو په پایله کې، طالب جنګیالیو خپل مورچلونه پرېښې او شاتګ یې کړی دی.

د طالبانو او پاکستاني سرحدي ساتونکو ترمنځ نښتې، افغانستان ته د طالبانو د بیا واکمنېدو له وخته څو ځله رامنځته سوي دي او د دواړو هېوادونو د پولې په اوږدو کې کړکېچونه لا هم دوام لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x