درېيو مرستندويه ادارو له طالبانو سره د څه باندې نهه ميليونه ډالرو په ارزښت پروژې لاسليک کړې

درېيو مرستندويه ادارو له طالبانو سره د څه باندې نهه ميليونه ډالرو په ارزښت پروژې لاسليک کړې

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د مهاجرینو لپاره د ناروې پلاوي، د روغتیا انستیتوت او افغاني ټولنې د کډوالو او راستنیدونکو چارو له وزارت سره د ۸ میلیونه ۹۷۲ زره ۴۶۶ ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ. همدا راز د مهاجرینو لپاره د ناروې بورډ له خوا په ننګرهار، لغمان او کونړ کې د ۶۹۷ کورنیو لپاره ۳ میلیونه ۳۲۴ زره ۶۳۲ ډالره نغدي مرسته او د سرپناه جوړولو په برخه کې ځانګړې شوې ده. د طالبانو د مهاجرت وزارت زیاته کړې چې نور ۵۳۹ زره ۹۶۹ ډالره به په هرات او بادغیس کې له ۲ زره ۷۰ کورنیو سره نغدي مرستې ولګول شي. تر دې مخکې ملګرو ملتونو په افغانستان کې له ۲۳ میلیونو وګړو سره د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه او اعلان یې کړی و چې په دغه هېواد کې ۲۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

بیشتر بخوانید:  ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري مرستو بیړنۍ اړتیا ټینګار کوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x