د معمار پرس د خبر له مخې؛ رویټرز په یوه راپور کې ویلي دي چې د قاهرې په غونډه کې د عربي هیوادونو مشرانو په غزې د صهیونیسټي رژیم بمباري وغندله، خو د دغې سیمې د اوسیدونکو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره کومې موافقې ته ونه رسیدل. مصر هیله لري چې ګډونوال به د سولې غوښتنه وکړي او د فلسطیني دولت د جوړولو لپاره د څو لسیزو هڅې بیا پیل شي. د قاهرې په غونډه کښې عربو او مسلمانو هېوادونو د صهيونېسټ رژيم د تېري د سمدستي بندېدو غوښتنه وکړه په داسې حال کښې چې لويديځو هېوادونو ملکيانو ته د بشري مرستو په رسولو تاکيد وکړ. د اردن پاچا هم د صهیونیسټ رژیم د بریدونو په وړاندې د نړۍ چوپتیا وغندله او د دواړو لورو ترمینځ یې د جګړې د ختمولو لپاره د یو شان چلند غوښتنه وکړه

- 42
- کې خپور شو 4:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 6535
- 30 میزان 1402
- کې خپور شو 4:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 6535
- 30 میزان 1402
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


اروپايي ټولنې د افغانستان د ځوانانو د مهارتونو زدهکړې او کارموندنې پر ملاتړ ټینګار وکړ
13:57 - 25 سرطان 1405

د ویکي فارمر راپور: د عوایدو کمښت او پر افغان بزګرانو زیاتېدونکي فشارونه
13:04 - 25 سرطان 1405

مزدور نیوکه کوونکي او چوپ پاتې کسان راضي نه دي!
13:03 - 25 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها