دغه ادارې د چهارشنبې په ورځ ، ۲۷ د حوت، د خبریال د ملي ورځي په مناسبت د تیر یو کال د رسنیو او خبریالانو د وضعیت راپور خپور کړ.
د راپور له مخې، په ۱۴۰۴ کال کې دوه پېښې د وژلو، یوه پېښه د ژوبل کېدو، او ۱۸۳ پېښې د ګواښونو ثبت سوې، چې پکښې د خبریالانو او رسنیزو فعالانو د ۲۱ کسانو نیول هم شامل دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاتوي چې د قربانیانو یو شمېر په پاکستان پورې تړلو بریدونو کې وژل سوي او ژوبل سوي دي.
په راپور کې راغلي چې طالبانو په دې موده کې د ژوندۍ انځورونو خپرولو بندیز پراخ کړی او دا محدودیت اوس په ۱۸ ولایتونو کې پلی کېږي.
د مرکز په وینا، د دې تګلارو په نتیجه کې د ۲۱ سیمهییزو ټلویزیونونو فعالیتونه بند سوی یا رادیو ته بدل سوی دی. همدارنګه په دې موده کې اته رسنۍ د طالبانو د رسنیزو تګلارو د ناسم تطبیق له امله تړل سوې او د لږ تر لږه ۱۰ رسنیزو موسسو د فعالیت جواز لغوه سوی دی.
دغه راپور همدارنګه د جبري اعترافونو، په غونډو کې د ښځینه خبریالانو د ګډون محدودیت، او د ښځو د غږ سانسور ته اشاره کړې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز خبرداری ورکړی چې د دې لړۍ زیاتوالی کولای سي د بیان د آزادۍ او د معلوماتو د لاسرسي لپاره جدي پایلې ولري، او له طالبانو یې غوښتنه کړې چې د رسنیو حقونو او آزادیو ته درناوی وکړي.




