د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام – فائو ویلي چې د نړیوال بانک په همکارۍ به د وريجو کرنه او د لوړ کیفیت تخم تولید په افغانستان کې پیاوړی کړي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام د رسنیو دفتر یکشنبه (د میزان ۶مه) د کروندګر او کرهڼیز فارم د ورځې په مناسبت اعلان کړی چې کروندګرو او د کرنې د پوهنځي غړو د کونړ د وریجو کروندو کې د وريجو د کرنې د ښهوالي په اړه خبرې وکړې. فائو په خپله اعلامیه کې زیاته کړې: «هغه غوره لارې چې د لوړو حاصلاتو او د لوړ کیفیت لرونکي تولید ملاتړ کوي، شریکې سوې دي.» دغه ادارې ویلي چې د نړیوال بانک په همکارۍ، به د وريجو تولید په افغانستان کې پیاوړی کړي.
- د افغانستان له کروندګرو د فائو ملاتړ
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (فائو) اعلان کړی چې د وريجو کر او تولید به په افغانستان کې پیاوړی کړي.

- 91
- کې خپور شو 4:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 150838
- 7 میزان 1404
- کې خپور شو 4:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 150838
- 7 میزان 1404
- تازه تازه 16:10 - 7 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150838
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری
16:47 - 1 اسد 1405

ګوګل د ۲۰۲۶ کال په دوهمه ربع کې نږدې ۱۲۰ میلیارد ډالره عاید ترلاسه کړ
16:43 - 1 اسد 1405

ناپېژاندو وسلهوالو په تخار کې پخوانی پوځي وواژه
16:28 - 1 اسد 1405
