د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت اعلان وکړ چې د ایران له زندانونو څخه څلور زره افغان بندیان چې افغانستان ته راستانه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره میاشت اعلان وکړ چې د بېلابېلو هېوادونو له زندانونو د بندیانو د خلاصون په لټه کې دي. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل وايي، چې دغه وزارت د بېلابېلو هېوادونو ډېرى بنديان خوشې کړي او بېرته يې افغانستان ته استولي دي. هغه وويل چې په تېرو دريو کلونو کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت هغه افغان اتباع چې په بېلابېلو هېوادونو لکه ايران، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې بنديان وو، خوشې کړي دي. ټیکل همدارنګه زیاته کړه چې د دې مسلې د حل لپاره هڅې روانې دي.

- 55
- کې خپور شو 12:49 ق.ظ
- د خبر شمیره 9945
- 18 اسد 1403
- کې خپور شو 12:49 ق.ظ
- د خبر شمیره 9945
- 18 اسد 1403
- خبرونه
- تازه تازه 12:49 - 18 اسد 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9945
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها



