د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي مفتش یا “سیګار” په خپل نوي راپور کې لیکلي چې نړیوالې ټولنې په نږدې دریو کلونو کې له افغانستان سره اووه میلیارده ډالره مرسته کړې ده. سیګار په دې راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي په حواله زیاته کړې ده چی د امریکا متحدو ایالتونو له افغانستان سره شاوخوا ۲،۹ میلیارده ډالره مرسته کړې چې بشري او پرمختیايي مرستې پکې شاملې دي. د دغه راپور پر بنسټ، له دغو مرستو سره سره افغانستان لا هم له اقتصادي بحران سره مخ دی. سيګار زياته کړه، چې د روان کال تر جون مياشتې پورې په سويس کې د افغانستان د پانګې اچونې په صندوق کې د افغانستان شتمني هم ٣،٨٤ ميليارده ډالرو ته رسېدلې ده.

- 53
- کې خپور شو 5:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 9879
- 15 اسد 1403
- کې خپور شو 5:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 9879
- 15 اسد 1403
- خبرونه
- تازه تازه 17:10 - 15 اسد 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9879
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها



