ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د وضعیت په حلولو ټینګار وکړ

ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د وضعیت په حلولو ټینګار وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ نوي مشر عرفات جمال د ننګرهار د والي له مرستیال مولوي سعید احمد بنوري سره وکتل. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې ښاغلي جمال د امنیت تامین، د فساد او نشه يي توکو مخنیوی د اسلامي امارت مهمې لاسته راوړنې وبللې او د افغان مهاجرینو د وضعیت په سمولو یې ټینګار وکړ. په همدې حال کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنولو او اخراج لړۍ روانه ده.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د دفاع وزارت له ایراني چارواکو سره د سرحدي همغږۍ د غونډې د ترسره کولو اعلان وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x