د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی، چې نن سه شنبه د اسد ۲ مه په کابل کې د کارګرانو ملي کنفرانس جوړ شوی دی. د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه دوه ورځنی کنفرانس د بیکارۍ د عواملو د څیړلو او د کار د زمینې د برابرولو په موخه جوړ شوی دی. دغه وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې په دې کنفرانس کې به پر دولتي ادارو سربېره د خصوصي سکتور، ملي او نړیوالو بنسټونو استازي هم ګډون وکړي. طالبانو په افغانستان کې د بې کارۍ د کچې په اړه څه نه دي ویلي.

- 58
- کې خپور شو 12:04 ق.ظ
- د خبر شمیره 9620
- 2 اسد 1403
- کې خپور شو 12:04 ق.ظ
- د خبر شمیره 9620
- 2 اسد 1403
- خبرونه
- تازه تازه 12:04 - 2 اسد 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9620
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها