د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبان نن دوشنبه (د اسد لومړۍ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ډلې سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير دغه څرګندونې د سږني کال د کانکور ازموينې د پايلو د اعلان په مراسمو کې وکړې. د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالکبیر دغه خبره کړې ده چی په سیمه کې ځینې هیوادونه د غلطو معلوماتو او یا د خپلو ګټو په خاطر د امارت په وړاندې تعصبي تبلیغات کوي، خو د طالبانو دریځ روښانه دی چی د افغانستان له خاورې هیڅوک په خطر کې نه دي. عبدالکبیر زیاته کړه: د طالبانو حکومت د خپلې اقتصادې تګلارې پر بنسټ هڅه کوي چې له ګاونډیو او سیمې سره ښې اړیکې ولري، خو دا دریځ باید د امارت کمزوری ونه ګڼل شي.

- 53
- کې خپور شو 3:19 ب.ظ
- د خبر شمیره 9608
- 1 اسد 1403
- کې خپور شو 3:19 ب.ظ
- د خبر شمیره 9608
- 1 اسد 1403
- خبرونه
- تازه تازه 15:19 - 1 اسد 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9608
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها



