د طالبانو دفاع وزیر: له ټولو هېوادونو سره د اړیکو ټینګول غواړو

د طالبانو دفاع وزیر: له ټولو هېوادونو سره د اړیکو ټینګول غواړو

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورویاما سره په کتنه کې وویل چې د دې ډلې حکومت له ټولو هېوادونو سره د اړیکو د ټینګښت غوښتونکی دی. د طالبانو د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي مجاهد د دغه هېواد د مرستو د قدردانۍ په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د طالبانو حکومت له ټولو هېوادونو سره د اړیکو د ټینګښت غوښتونکی دی. د سرچينې په وينا، په دې ليدنه کې د جاپان سفير د “نړيوال امنيت او له نشه يي توکو سره د مبارزې” په اړه د طالبانو د حکومت د کړنو ستاينه وکړه.

بیشتر بخوانید:  د افغانانو او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو اعتراضونه: د هزاره ګانو د نسل وژنې مخه دې ونیول شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x