د معمار پرس د خبر له مخې؛ پاکستاني رسنیو اعلان کړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سې شنبې په ورځ د سرطان په ۱۹مه د پاکستان د سنا مجلس د بهرنیو چارو د کمېټې په غونډه کې وویل: زه به په څو ورځو کې افغانستان ته ولاړ شم. افغانستان زمونږ ورور هیواد دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دغه کمیټه کې په خپله وینا کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې حضور لري. په همدې حال کې محمد سیروس سجاد قاضي؛ د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هم ټینګار کړی، چې پاکستان به له افغانستان سره نږدې اړیکې وساتي. ښاغلي قاضي وویل: موږ له افغانستان سره نږدې اړیکې درلودې او دوام به یې ورکوو.

- 46
- کې خپور شو 3:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 9428
- 20 سرطان 1403
- کې خپور شو 3:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 9428
- 20 سرطان 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها



