د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د شنبې په ورځ (د سرطان ۹) په یوه خبري غونډه کې د دغه سفر اعلان وکړ او ویې ویل چې ښاغلی ګوتریش به له ازبکستان وروسته قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان او ترکمنستان ته هم سفر وکړي. ښاغلي دوجاریک وویل چې د دې سفر موخه د دغو هېوادونو له مشرانو او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو سره لیده کاته او همدارنګه د اقلیم د بدلون په اړه له پروژو لیدنه ده. د ملګرو ملتونو ویاند وايي، د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزې ته چې د جولای په څلورمه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړېږي، د دغه سازمان سرمنشي هم بلل شوی دی.

- 51
- کې خپور شو 3:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 9238
- 9 سرطان 1403
- کې خپور شو 3:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 9238
- 9 سرطان 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
15 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها