مولوي عبدالکبیر: حکومت په خلکو تکیه کوي

مولوي عبدالکبیر: حکومت په خلکو تکیه کوي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له علماوو، مخورو او د دغې ډلې له جنګیالیو سره په کتنه کې ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت پر خلکو تکیه کوي. طالبانو د دوشنبې په ورځ (د سرطان ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې علماوو او قومي مخورو ویلي، چې د ډاډمن امنیت په پایله کې د اختر مراسم په ښه توګه ترسره شول او د مسؤلینو له لوري خلکو ته لازم خدمات وړاندې شول. عبدالکبیر په دې کتنه کې وویل: د طالبانو حکومت پر خلکو تکیه کوي او له سیاسي نظام سره د خلکو همکاري د حکومت د پرمختګ لامل دی. هغه له خلکو وغوښتل چې له دغه نوي حکومت سره مرسته وکړي څو وکولای شي د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ په برخه کې خپلو موخو ته ورسېږي.

بیشتر بخوانید:  په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ارزونې په موخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x